پښتو نړيوال کنفرانس
پېژندنه:
خوشاله یو او ویاړو چې ددې زیری درکوو ، له نیکه مرغه دا ځل پښتو نړیوال کنفرانس د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا په کابل کې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۸ او ۹ مه ( د ۱۳۸۸ د تلې په ۱۶ او ۱۷ مه ) جوړېږي، چې په پېښور اوکوټه کې د پښتو نړیوالو کنفرانسونو د لړۍ یوه بله کړۍ ده. تېرو پښتو نړیوالو کنفرانسونو د پښتو د ودې اوپرمختګ او پښتنو دروښانتیا په برخه کې دپام وړ ونډه درلودلې ده، چې ښایي له رابلونکو او ګډونوالو یې مننه وشي .
خو دا ځل به د پښتو نړیوال کنفرانس په بیله بڼه د پښتنو پر بنسټیزو ستونزو غور وکړي او دا به وڅېړي چې ولې نن سبا پښتانه له دومره ډېرو ناخوالو او ربړو سره مخامخ دي. په دې کنفرانس کې هڅه کېږي چې د نړۍ له ټولو پښتون میشته سیمو څخه پوهان، څېړونکي او د نظر خاوندان ګډون وکړي.
کومې ستونزې :
د تاریخ له اوږدو یې راونیسه تر همدې وروستیو لسیزو پورې، په تېره بیا تېر څو کلونه دغه ولس له جګړې، بې وزلۍ، کلتوري ستونزو او محرومیتونو څخه ځورېږي، موږ لږ ځله په ګډه پردې فکر او کار کړی چې دا ولې؟
په دې کنفرانس کې به ددغو ستونزو پرلاندینیو کلتوري او ټولنیزو اړخونو بحث وشي:
۱ـ د پوهنې ( ښوونې – روزنې) کمزورتيا :
ګڼ پښتانه په تېره بیا پښتنې د لاندې لاملونو له کبله له ښوونې- روزنې څخه محروم دي.
- د پوهنې مرکزونه ( ښوونځي او پوهنځي) لږ دي
- په خپله مورنۍ ژبه دزده کړې شرایط نه لرو
- ښوونکي لږ دي یا یې د ګڼو هغو علمي سویه ټېټه ده او د ژوند لازم امکانات نه لري.
- واحد او پرمختللی درسي نصاب ، کتابونه او درسي مواد نشته.
- د پوهنې پر بنسټ په ژوند کې د ښه بدلون هیله کمزورې ده.
- ولس له پوهنې څخه محروم ساتل شوی، ځکه له ګټو یې ډېر نه دی خبر او یا هم د ناسمو شرایطو له امله یې له ګټو څخه ناهیلی دی.
- له دیني علماوو سره سمه هماهنګي نه ده رامنځ ته شوې چې د پوهنې ارزښت خلکو ته وروپېژني او د اسلام دسپڅلې دین له ارشاداتو سره سم ولس زده کړې ته وهڅوي.
- دنجونو د زدکړو پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي اوکله خو یې موږ په خپله مخه نیسو.
- یوازینی ولس یو چې ښوونځي مو سیزل کیږي . یا یې د نورو له خوا د سوزولو مخه نه نیسو او یا یې نه شو نیولای.
۲ـ کلتوري – دوديزې ستونزې :
زموږ په ولس کې د ځینو ټولنیزو عادتونو اوناخوالو پرله پسې تکرار ورو ورو د دود دستور برخه ګرځیدلې ده چې زموږ ملي هویت، ټولنیز ژوند او بشري ارزښتونه ورانوي اوموږ له ګڼو ستونزو سره مخامخوي لکه :
- خشونت اوتاوتریخوالی، پر جګړه مارۍ بې ځایه ویاړ، خپلوژنه، د پوهاوي او زغم پر ځای زور او تشدد ته مخه کول.
- د ښځو له روا او مشروع حقونو څخه سترګې پټول : په بدو کې ورکول، په زوره ودول ،د پیسو پر وړاندې ودول، لږ عمره نجونې ودول، له میراثه محرومول په ټېټه سترګه ورته کتل او لنډه یې دا چې : ښځه یا د کور ده یا د ګور!
- سود، ګروي او یوازې په دودیزه او وروسته پاتې بڼه پر کرهڼې تکیه، چې ترڅنګ یې د کسب، مهارتونو، کار او ګټې وټې خپلول نه غواړو.
- مدني ارزښتونه نه منل، یوازې پر خپلو دودیزو نالیکل شویو قوانینو تکیه او د مدني قوانینو نشت. له ښاري او مدني ژوند څخه ګوښه توب.
- په پخوانیو ویاړونو پورې نښتل او دجنګ جګړو د اتلانو ډېر یادول ،چې په وړاندې یې له تاریخه د سمې تجربې نه زده کول او د راتلونکې لپاره د پلان او پروګرام نشتوالی یوه ستونزه ده.
۳ـ د پښتو ژبې د ودې او پرمختيا پر وړاندې پرتی ستونزې او خنډونه :
پښتو په دې سیمه کې د یوه ستر ولس ژبه ده خو لا هم په دفتر – دیوان – دربار- ښوونځي، سوداګرۍ، رسنیو او تکنالوژۍ کې خپل لازم ځای نه لري او لا هم په دې برخو کې یوه محرومه ژبه ده، څنګه باید د دغې ژبې حق پر ځای شي؟
- په دولتي چارو کې
- په زده کړه کې
- په رسنیو کې
- په عامه چارو، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ کې.
-
۴ـ د ټولو پښتنو د ويښتيا – روښانتيا او پرمختيا لپاره نړيوال جال او بدنه :
یا به یو کېږو ګني ورکېږو!
پښتانه ښايي یو له هغو ولسونو څخه وي چې په نړۍ کې د کاروبار او ښه ژوند په لټه سره خواره واره شوي، له نیکه مرغه یو شمېر یې د ښو امکاناتو، پوهې او مسلکونو خاوندان دي خو له بده مرغه دهمدغو شمېر ګڼ عزیزان دلته او هلته له ډوډۍ، پوهنې او پرمختګ څخه محروم دي د ټولو پښتنو له ګټې وټې څخه ټولو پښتنو ته د ګټې رسولو لاره چاره باید وپلټل شي. دنړیوالو مرستندیه صندوقونو له جوړولو را نیولې تر نړیوالو پوهنتونونو منظمو ښوونځیو، فرهنګي مرکزونو، معتبرو رسنیو او د هماهنګۍ تر بنسټونو پورې دا کار شونی دی.
موږ پښتانه څنګه کولای شو له خپلو ظرفیتونو څخه سمه ګټه واخلو او دیوه اړیکتیايي اوهمغږه کوونکي سیستم خاوندان شو؟
دا ممکنه ده!
پښتو نړيوال کنفرانس به دا هر څه څنګه ترسره کړي؟
داځل به د دود شویو غونډو په څېر تیوریکې او تاریخي مقالې او یوازې سرټکونې نه وي. بلکې تر پرانیستونکې غونډې وروسته به د هرې موضوع لپاره یوه کاري ډله ( ورکشاپ) جوړېږي چې د تخصص، علاقمندۍ او کاریتوب پر بنسټ به یې ګډونوال سره ویشل کېږي.
په دې ورکشاپونو کې به :
لومړی: د ستونزې عوامل څېړل کېږي
دویم : د حل لارې به یې پلټل کېږي
درېیم : دحل لارو د عملي کولو لپاره به میکانیزمونه، مهالویشونه او لارې چارې را منځ ته کېږي.
هر ورکشاپ به یو چلوونکی او یو منشي ولري. چې د غونډې په پېل کې د یوې جلا لارښودې وینا په ترڅ کې د هر یو مکلفیت او کار دود ورپېژندل کېږي.
کلکه ژمنه به دا وي چې له غونډې څخه ترلاسه شوې پایلې عملي شي، داسې بنسټونه رامنځ ته شي چې د حل لارو عملي کېدل وڅاري او د را روانې پروسې امکانات ومومي.
له تاسوڅخه زموږ هيلې :
- تر هر څه وړاندې ستاسو خوځند او ګټور ګډون او موږ ته د ګډون ډاډ راکول.
- کوم مهم موضوعات چې له اوسنۍ بدمرغۍ څخه د پښتنو په ژغورلو کې، ستاسو په نظر اړین دي خو موږ هېر کړي دي، هیله ده موږ ته یې ژر تر ژره راوښييئ .
- په هره موضوع کې چې تاسو د خپل ځان ګډون ډېر ګټور ګڼئ، هم موږ پرې خبر کړﺉ او هم پخپله ورته د لازم چمتووالي لرل سر له اوسه پېل کړﺉ.
- د غونډې د جوړښت د لا ګټورتیا لپاره خپل نظریات – نیوکې – پوښتنې اومشورې مه هیروﺉ.
لاندې دغونډې بشپړه اجندا او مهالویش لیدلای شئ .
موږ به خوشاله شو چې د اجندا او مهالویش په اړه هم ستاسو رغوونکي نظریات وارله مخه ولرو :
پښتو نړیوال کنفرانس
اجندا
لومړۍ ورځ (پرانيستونکې غونډه)
|
ګڼه |
د اجندا ټکي |
مسوول |
میتودولوژي |
وخت: د سهار ۹:۰۰ بجې |
|
۱ |
د عْْظیم الشان قران تلاوت |
|
|
پنځه دقیقې |
|
۲ |
د ملي سرود خپرول |
|
|
پنځه دقیقې |
|
۳ |
د کنفرانس پرانستونکې وینا |
|
وینا |
لس دقیقې |
|
۴ |
د کنفرانس هدفونه |
|
پرېزنټیشن |
لس دقیقې |
|
۵ |
راغلي پیغامونه او ويناوې |
|
لوستل |
یو ساعت |
|
۶ |
د ماشومانو ترانه |
|
ترانه |
پنځه دقیقې |
|
۷ |
د کنفرانس د کار دود په اړه معلومات |
|
پریزنټیشن |
پنځه لس دقیقې |
|
۸ |
په ګروپونو (ورکشاپونو) کې د ګډون کوونکو ویشل |
|
|
دیرش دقیقې |
|
۹ |
د غرمې ډوډۍ او لمونځ |
|
|
یو نیم ساعت |
لومړۍ ورځ (ماسپیښینۍ غونډه)
|
ګڼه |
د اجندا ټکي |
مسوول |
میتودولوژي |
وخت: دماسپښين ۱:۳۰ بجه |
|
۱ |
پخپلو کې د هر ګروپ له پاره د یو چلوونکي ټاکل. منشي به د جرګې له خوا ټاکل کیږي. |
|
ګروپي کار |
لس دقیقې |
|
۲ |
عملي ګروپي کار، پر ستونزو بحث او د سببونو څېړل |
|
ګروپي کار |
دوه نیم ساعته |
|
۳ |
د مازدیګراو ماښام لمونځونه او دمه |
|
|
یو نیم ساعت |
|
۴ |
دشپې ډوډۍ او کلتوري پروګرامونه |
|
|
درې ساعته |
|
۵ |
د لومړۍ ورځې پای |
|
|
د شپي په نهو بجو |
دوهمه ورځ (سهارنۍ غونډه)
|
ګڼه |
د اجندا ټکي |
مسوول |
میتودولوژي |
وخت: د سهار ۸:۰۰ بجې |
|
۱ |
د ګروپي کارونو دوام، د حل لارو لټول او د هغو د پلي کولو لپاره د پلان جوړول |
|
ګروپي کار |
دوه نیم ساعته |
|
۲ |
د ګروپي کارونو پر نتیجو بحث، د هغو تصويبول او توحیدول |
|
ګروپی کار |
دوه ساعته |
|
۳ |
د غرمې ډوډۍ او د ماسپښین د لمانځه لپاره وقفه |
|
|
یو نیم ساعت |
دوهمه ورځ (پايليزه)
|
ګڼه |
د اجندا ټکي |
مسوول |
میتودولوژي |
وخت:د ماسپښين ۲:۰۰ بجې |
|
۱ |
د کنفرانس د کار ارزونه |
|
پرزنټیشن |
لس دقيقې |
|
۲ |
د کنفرانس د ګروپي کارونو د نتیجو وړاندې کول |
|
|
پنځلس دقیقې |
|
۳ |
د کنفرانس پریکړه لیک لوستل |
|
لوستل |
پنځه لس دقیقې |
|
۴ |
د مډالونو، ستاینلیکونو او مننلیکونو ورکړه |
|
|
نیم ساعت |
|
۵ |
مشاعره او د چايو دمه |
|
|
یوساعت |
|
۵ |
د مازیګر لمونځ |
|
|
پنڅلس دقیقې |
|
۶ |
کلتوري پروګرامونه |
|
مشاعره، موسیقي، تمثیل |
دوه ساعته |
|
۷ |
پای |
|
|
د ماښام په ۶:۳۰ بجو |